دسترسی به معلومات جامع و همه گیر در سایت کوفی  

سید همایون شاه عالمی: 25 ثور 1388

نوشتن و نگارش

قسمت ششم

نسبت پسوند ساختن ( روه)

(آی) انگلیسی{ روه+ ی} خوشحال خان ختک در مقطع اشعار ِ دری پارسی خویش به شکل تخلص خویش آورده است چنانچه:

روهی و جور مهوشان درد و بلای عاشقی

لذت  درد  یافته  ،    یاد   دوا   نمی کند

اشرف خان (هجری) نیز ندرتا به حیث تخلص بکار برده است :

درّ    روهی   په   تا   نشی  طبیبه

د فرقت  آس یی په زره ایشی قدم دی

 (صفحه 185 دیوان)

اشرف خان (هجری) به عوض (روه) رو هستان نیز آورده است :-

وطنی   دِ    روهستان    پتان    باله    شی

خضر وش  ختک  یی آب هم یی استاد دی

صفحه 237 دیوان

تخلص مرحوم محمد صدّیق (روهی) نیز از همین پس منظر آمده است.

 :-Anay

در قسمت جنوب شهر احمد شاهی  ِ قندهار ، یک قریه بنام  (روانی) یاد میشود (لوانی) هم همین پسوند را دارد ، که نام یکی از قبایل پشتون است که در دامان وادی  اباسین  و (کسی غره) زندگی میکنند، بنام  ِ دولت (لوانی) یک شاعر صاحب دیوان بزبان پشتو نیز گذشته است، در قندهار برای این قبیله کلمه (لون ) استفاده میشود.

در ناحیه ی چهارم شهر احمد شاهی قندهار یک کوچه بنام ( لونیانو) موجود است که در این کوچه شاعران  ِ پشتو چون مرحوم اسلم (لون) و مرحوم حسین (ریدی) زیسته اند.

:-I lah

روهیله : مولفان دوره سلطنت مغول در بسیاری جا ها از این لغت برای افغانها استفاده نموده اند ( یعنی افغان ها را {روهیله} گفته اند).

صمام الدین شهنواز خان (1111-1171) ه ق در صفحات (650-651) جلد دوم       ( متاثرالامر) چنین نگاشته است:

شهباز خان مشهور به شیرو  روهیله.

- : I lay

(مفرد  ِ مذکر) روهیلی

رحمن بابا فرموده است:

په امید  د  زلفو   ونشتم   په   دام کی

روهیلی  وم  ستا د دل په هندو  بارگد

- : I lay

اشرف خان ( هجری) گفته است:

هر طرف یی اوری  په عاشقانو

په لمن یی اویزاندی گل ژلی دی

که مین یی په حیات حًنی گوشه  شه

د بهار په سیل درومی  روهیلی دی

 صفحه ( 507) دیوان

روهیل کهند:-

روهیل ( باشندگان  ِ روه ) + کهند ( ملک، جای) یعنی باشندگان (روه) در شمال هند

مقصد از پشتونها ست.

بنام (روهیل کند) کهند عبارت از یک (لاحقه) ظرفی کهنه است، در زبانهای آریایی هندوستان صدای اول این پسوند (کهه ) است ، در (کهند) بندهیل ( واقع در جنوب کنگا {بهرت کند} ( بهارت= هندوستان) – اگن کهند ( به معنای آتشکده در چوک ابوگری) همین لاحقه  ِ ظرفی موجود است.

NoKhand

منجمان  ِ هندوستان ( نوکهند) را به معنای اقلیم های (نهو) کار میگیرند.

در مناطق پشتون نشین ملکند ( در نواحی پشاور) ، چمر کند ( در نواحی کنرها) و کلمه ی کند (ه) ندارد.

در زبان های آریایی آسیای مرکزی همچنان این (لاحقه) (ه) وجود ندارد و حرف (دال) در (کند) مخفف است ( معرب آن قند) تلفظ میشود مثلاً

سومیر کند (سمرقند) ملک سومریان ، پنج کند ( پنج ده) میهن اصلی شاعر بزرگ ادبیات دری پارسی یعنی ( رودکی سمرقندی) ، تاش کند ویا (تاشکند) پایتخت امروزی ازبکستان ، یار کند، خوکند.

اور کند ( در اورگنج خوارزم)

کال کند { در دره (گل) نورستان}

سکال کند (منطقه ی کِشم امروزه واقع در بدخشان)

نوکند ( نام یک قریه در سمرقند)

Nej Kand

هیون سانگ به فاصله 200 متری شرق تاشکند موقعیت دارد.

هیون سانگ در سموکین این لاحقه (کین) ثبت شده است .

وگ  C.U.K

اورکند ( اورجند در مناطق فرغانه)

بیر کند ( بیرجند در مناطق شرق ایران)

اسم یک قریه در فرغانه (کند بادام) است مولانا فضل علی (بادام کندی) از همین قریه است.

در تاریخ (تبری) به منظور شرح نامگذاری سمرقند چنین نگاشته اند:-

(سمر) نام پادشاهی است و (کند) به زبان ترکان شهر را گویند و معنی  ِ ترکیبی آن "شهر ِ سمر" است.

همین مطلب در فرهنگ ترک و تاتار در صفحات (635-639) به عین شکل بزبان روسی نگاشته شده است و در صفحه 139 اضافه نموده است:

در لسان آذری ( آذربایجانی) در ( چغتایی) و (کزانی) کلمه (کند) به معنی قریه است.

در تاریخ رشیدی نیز (کند) به معنی قریه آورده شده است و لغت ماوراءالنهر نیز گفته شده است.

دُمغ  کوه سغدی  سند (جلد چهارم)،( گنج) به معنی شهر و (گنجر) به معنای شهری

Cond آمده است، در صفحه ی یکصدم دکشنری (قاموس) (کُردی به روسی)

به معنی قریه ضبط شده است.

مصغر (کند) در زبان پشتو ( کندی) هنوز هم از دهان بعضی از قبایل پشتون نشین نیفتاده است، شاعر پشتو (حسین) گفته است:

که حٌوک راکا پادشاهی  تر شرق  و غربه

پری به  ور  دگلرخان  و  کندی   نه  کرم

صفحه 219 دیوان

در صفحه 119 جلد دوم قاموس پشتو راجع به کندی نوشته اند ( یک قسمت کلان از قریه)

نوت : ممکن است کلمه (دایکندی – ده ِ کندی ) که تازه به ولایت تبدیل شده و به حیث ولایت سی و چهارم افغانستان درآمده است نیز از همین (کند) و (کندی) آمده باشد. "عالمی"

در صفحه ی 791 (ظفرالغات) ( کندی) را مالت (محله) به معنی یک حصه ی از قریه نبشته اند.

روهیل کند که به معنای محل زیست پشتون ها است ، در شمال دهلی در دامنه کوه  ِ همالیا به سمت جنوب واقع شده است.

در صفحه 299  تاریخ هند  ِ باستان :

History of Ancient India

 بعضی شهر ها در شرق روهیلکندAhiceharaرامپور، بریلی ، پهبلی ، بهیت و

نشان داده شده است.

در کناره های جنوب شرقی روهیلکهند  شاهجهانپور  موقعیت دارد .

این شهر را بهادر خان داوود زی  در زمان سلطنت شاه جهان اعمار نموده و بنام این پادشاه مسمی گردانید .

در غرب روهیلکند( نجیب آباد )موقعیت دارد ، سپهسالار  ِ پشتون مرحوم نجیب الدوله ،نجیب اله خان عمر خیل (متوفی 1184) ه ق درسنوات 1167 و یا 1169 ه ق

شهر نجیب آباد را بنا نموده است.

پتهر گره  که بفاصله یک و نیم متری (نجیب آباد ) واقع شده است نیز توسط نجیب الدوله اعمار گردیده است.

در 12 میلی غرب (رامپور) ، (مراد آباد) موقعیت دارد ، این شهر را (رستم خان) آباد نموده و بنام شاهزاده مراد پسر (اکبر پادشاه) مسمی ساخت. مراد آباد در کنار دریای (رام گنگا) اعمار گردیده است.

پهیلی بهیت در شمال شرق ( بانس بریلی) افتاده است ، که شمال شرق آن ( نیپال ) میباشد.

(بجنور) بطرف غرب رود  ِ (گنگا) تقریباً دو میل فاصله دارد. 20 میل دورتر از (بجنور) به سمت شمال شرق نجیب آباد واقع است.

شهر (سنبهل) به طرف جنوب (روهیلکهند) واقع است، در شهر سنبهل یک محله متعلّق به (پشتنو ترینو) میباشد. در زمان سلطنت فیروز شاه تغلق _752_790 ) ه ق

ملک داوود افغان حاکم شهر  ِ سنبهل بود ( ماخذ صفحه 149 تاریخ فرشته )

در تاریخ روهیلکهند (دور اپریدی) نوشته است:-

شرق  ِ روهیل کهند تا هردویی و سیتاپور و غرب آن الی ریاست هریانی پنجاب رسیده است ، مرکر روهیل کهند ( رامپور) است که قبلاً بنام (انوله) یاد میشد. بعضی ها فرخ آباد نوابی را نیز به روهیل کهند شمرده اند، مگر فرخ آباد نوابی از نوابی رامپور مجزا است ، بنیاد گذار پشتون های فرخ آباد غضنفر جنگ محمد خان بنگش متوفی (1156) ه ق میباشد.

اولین نواب در روهیل کهند علی محمد خان روهیله نام داشت که در روز سوم عید رمضان 1162 ه ق مصادف به 5 دسامبر 1749م وفات نموده است ، ریاست روهیل کهند بحیث یک اداره واحد در وقت نواب علی محمد خان تاسیس گردید. مگر بعضی ها میگویند که در زمانه های پسرش فیض اله خان تاسیس گردیده است که فعلاً حصه   میباشد، اترا پردیش یعنی ولایت شمالی. Uttar Pradesh ولایت اترا پردیش  

که با منطقه رامپور نوابی (روهیلکهند) تقریباً 899 میل فاصله دارد، رامپور نوابی از عرض البلد شمالی در جو 25 دقیقه الی 29 دقیقه و الی 10 دقیقه و طول البلد 78 در جو 54 دقیقه الی 79 درجه و 28 دقیقه میباشد ، نظر به احصائیه سال 1911م نفوس مردم رامپور پنج صد و بیست و یک هزار و دو صد نفر تخمین شده بود در این میان

هندوان و دو صد و هشتاد و چهار هزار و یکصد و سی و دو (284132) تن بود ، و دو صد و چهل و چهار هزار و سس صد و چهار (244604) تن آن مسلمانان بودند که اکثریت آنها را پشتون ها تشکیل میدادند.

نجم الغنی در اخبارالصنادید نگاشته است:-

از زمان ما صد سال قبل زبان اکثر پشتونهای روهیل کهند پشتو بود. محقق بزرگ رامپور امتیاز علی خان عرشی (پشتون) از قوم حاجی خیل در کتابی بنام ( اردو می پشتو کا حصه) همان لغات پشتو را جمع آوری نموده است که تا هنوز هم در لسان اردوی روهیل کهند مکالمه میگردد.

من ( رشاد بابا) یک وقت مهمان یکی از استادان پوهنتون جواهر لعل نهرو بودم ، در این مهمانی یک پروفیسور که از پشتون های روهیل کهند بود نیز آمده بود، پروفیسور متذکّر ه به من یک پارچه کاغذ داده و گفت: خانمهای ما در عروسی ها این آهنگ را میخوانند ، مگر ما معنای آن را نمیدانیم، من که به کاغذ نگاه کردم در آن نبشته بود:

بابو لاله.

من به پروفیسور نامبرده گفتم:-

این آهنگ در مناطق پشتون نشین هنوز هم بصورت دسته جمعی به آواز بلند خوانده میشود.

بعضی از کوچه های شهر رامپور به نام های عشیره ها و قبایل پشتون مسمی اند از قبیل:

دختکو محله، د اپریدو محله ، درزرو محله، د اخوندخیلو محله.

تقریباً از هزار سال به این طرف نام قدیم روهیل کهند قسماً (کتهیر) بود ، مگر نام قدیمتر و باستانی آن قسماً پنچال است، که در مهابهارات نیز یاد شده است . 

Ahichnara

پایتخت پنچال شمالی بود

Kampilya (Kampil)

پایتخت پنچال جنوبی بود ( یک زمان کمپالا متعلق به نوابی فرخ آباد بود) در مهابهارات آمده است : ( دروپدی) دختر پادشاه پنجال جنوبی (راجن ماندینه)  بود.

-------------------------------------------------------------------------------

خواننده محترم!

در ذیل سوانح عبدالشکور رشاد بابا را که توسط فرزندش داکتر طارق رشاد تهیه شده است و من آن را از سایت اینترنتی :

http://lekwal.com/rashad/

به اجازه دوست عزیزم فرزند رشاد بابا یعنی شیر شاه رشاد بر داشته و به خوانش شما قرار میدهم ، در قسمت هفتم کتابخانه روهیل کهند و مطالب دیگری را از تفحصات رشاد بابا علیه رحمه نگاشته و به شما تقدیم خواهم کرد.

من چندین ایمیل از دانشجویان وطن عزیز ما و حتی برادران ایرانی گرفتم که از مطالب استفاده نموده بودند که باعث خوشی خاطرم گردید ، البته من فقط موضوعات را از آثار بزرگان نقل و قول میکنم که بر علاوه اینکه به دانش ناچیز خودم افزوده میشود ، علاقه مندان و مقتضیان معلومات در این خصوص نیز مستفید میگردند .

البته از هر لغزش و خطای که در نگارشها ی من به وجود آمده باشد من مقصرم و امید وارم با ایمیل های خویش به اصلاح آن بپردازید.

Uttar Pradesh
उत्तर प्रदेश
اتر پردیش

ارواښاد علامه اكاډيمـيسـن پوهاندعـبدالـشـكور رشــاد

شاد روان علامه عبدالشکور خان (رشاد)

د افغانستــــــان او سيمي وتـلــى او نامتــو عالـــم ،څېړونكى، مؤرخ، ليكوال او شاعر

لـيكـنه : ډاكټـر طارق "رشـاد"
كمپوزاو ترتيب : محمـدحامد"متواضع"
د بيا سموني نېټه : ۹/۹/۱۳۸۴ _ 30/11/2005
اكاډيميسن پوهاند رشاد د ۱۹۲۱ م كال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ۱۷۴۷ ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و.
دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او ګل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .
داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي ګام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مركه كي وايې :
"
زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ۱۳ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ۶۹ ( اوس ۷۳ ) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و ."او همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .
خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ۱۹۳۳ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ۱۹۳۴ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه .
په ۱۹۴۶ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ۱۹۴۷ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ۱۹۴۷ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د "لودي پښتانه" كتاب ، چي ۴۲۰ مخونه لري او "سوري پښتانه" چي 400 مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم زده كړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي . ۱۹۵۲ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات ګوند و ، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيګي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ۱۹۵۷ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا دپښتو ټولني د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ۱۹۶۱ م كال دپخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ۱۹۷۴ م كال كي تر لاسه كړه، څو د۱۹۷۸ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.
استاد رشاد لومړى شعر په ۱۹۳۴ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ۱۹۳۸ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ۱۹۴۱ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ۲۶ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .
د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ۱۹۹۲ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ۱۹۷۹ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."
د ۱۹۷۸ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ۱۹۹۲ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د " ملحد شاهۍ" په نوم ليكلې او د ۱۹۹۲ م كال څخه بيا تر ۱۹۹۶ م كال پوري يوه شعري ټولګه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .
ارواښاد استاد به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم ."
ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (۴۹) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :
چاپي اثار:
 -1ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۷۸ م كال د كودتا څخه تر ۱۹۹۲ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.

 -2تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۹۲م كال څخه تر ۱۹۹۶ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى د ى .
3- طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.
 -4لودي پښتانه په 420 مخونو كي، د ۱۹۵۸ م كال چاپ .

-5 ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ۱۹۶۰ م كال چاپ .
 -6د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
 -7د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
 -8د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د ۱۹۶۱ م كال چاپ .
 -9د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
 -10د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ۱۲۲ مخونوكي، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
11- د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
12- د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
13- د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ۱۹۷۴ م كال چاپ .
 -14پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
 -15ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ۱۰۴ مخونو كي ، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
 -16تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ۱۹۷۵ م كال چاپ .
 -17د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
 -18د ګلشن روه سريزه په ۱۹۲ مخونو كي، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
 -19د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ۱۹۷۷ م كال چاپ .
 -20د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ۱۹۷۸ م كال چاپ .
 -21بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
-22 د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
 -23د پښتو تجويدونو تاريخچه په ۷۴ مخونو كي، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
 -24د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ۱۹۸۰ م كال چاپ .
-25دڅمكنو ميا عمر، د ۱۹۸۱ م كال چاپ .
26- د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ۱۹۸۲ م كال چاپ .
-27پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ۱۹۸۲ م كال چاپ .
-28د پټي خزانې فرهنګ، د ۱۹۸۳ م كال چاپ .
-29در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ۱۹۸۶ م كال چاپ .
30-د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ۱۹۸۸ م كال چاپ .
-31لس مقالې، د ۱۹۸۸ م كال چاپ . .
32-سوبهاش چندرابوس، د ۱۹۸۹ م كال چاپ . .
-33د زړه ويني (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۱ م كال چاپ .
-34د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۴ م كال چاپ .
-35لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د ۱۹۹۵ م كال چاپ .
-36كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ۲۰۰۰ م كال چاپ .
-37د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۱ م كال چاپ .
-38خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۲ م كال چاپ .
-39د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه) ، د ۲۰۰۳ م كال چاپ .
-40د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۳ م كال چاپ .
41- د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
-42تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
-43بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ۲۰۰۴ م كال چاپ .
-44لوى احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ۱۹۹۱ م كال چاپ .
-45روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په ۱۲۰ مخونو كي، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
-46د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ۴۶ مخونو كي، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
-47د بېنوا ياد، په ۴۵ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
48- ادبي نثرونه، په ۶۱ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
49-د كارنامو مېرمني، په ۶۸ مخونو كي ، د ۲۰۰۵ م كال چاپ .
-50نصاب الصبيان، سريزه، 1982 م كال چاپ .
-51فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، 1980 م كال چاپ .
-52د پښتو - جاپاني قاموس په باب .

53- د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
54-د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
55-د پټي خزانې عروضي اړخ .
-56د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .
-57د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
-58پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ۲۷ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
-59د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .
ناچاپه اثار:
-1پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (۳۸۳) تنه شاعران راغلي دي ، ۸۵۰ مخونه لري .
-2پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (۲۰۰) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ۷۰۰ مخونه لري .
3-غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه كورنۍ، ۱۹۰ مخونه لري.
4-آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ۵۰۰ مخونه لري .
5- د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ۶۷۰ مخونه لري .
-6مستشرقين، په دغه اثر كي (۲۰۰) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ۵۴۰ مخونه لري .
7-امين الملك ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ۲۴۰ مخونه لري .
8-ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ۲۳۰ مخونه لري .
9-سوري پښتانه، ۴۰۰ مخونه لري .
-10د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ۴۰۰ مخونه لري .
11-حضرت  ، ۲۳۰ مخونه لري .dابوبكر صديق 
12-په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ۳۸۰ مخونه لري .
13- د كندهار زيارتونه، ۷۰۰ مخونه لري .
14-ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (۱۲۰۰) مخونه، دوهم ټوك (۶۳۰) مخونه، دريم ټوك (۱۲۵۰) مخونه، څلورم ټوك (۶۰۰) مخونه، پنځم ټوك (۶۵۰) مخونه او شپږم ټوك (۱۲۰) مخونه لري .
-15پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۰۰۰) مخونه، دوهم ټوك (۷۶۰) مخونه او دريم ټوك (۵۸۰) مخونه لري .
-16جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (۸۰۰) مخونه او دوهم ټوك (۳۶۰) مخونه لري .
17- د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (۹۷۰) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (۱۰۴۰) مخونه لري .
-18د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۵۰۰)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (۴۲۰) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .
-19پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (۱۵۰) مخونه ، دوهم ټوك (۲۰۰) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .
20-د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ۲۰۰ مخونه لري .
21- نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (۲۷۰) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (۹۰) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (۱۸۵) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (۳۲۰) مخونه او پنځم ټوك (۱۲۰) مخونه لري .
22- سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
 
۲۰۰۰-23 دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۳۶۵) مخونه ، دوهم ټوك (۴۵۰) مخونه، دريم ټوك (۴۲۰) مخونه او څلورم ټوك (۴۲۵) مخونه لري
-24د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (۴۰۰) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (۲۶۰) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (۲۸۰) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (۴۸۰) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (۵۲۰) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (۳۲۰) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (۳۶۰) مخونه لري .
-25د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوك، (۴۰۰) مخونه لري .
26-د ګلشن روه لغتنامه ، (۸۰۰) مخونه لري .

27-نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
28- د فرهنګونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنګونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :
پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
تركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
-29بديع، (۷۵۰) مخونه لري .
-30بيان، (۵۰۰) مخونه لري .
-31قافيه، (۶۵۰) مخونه لري .
-32عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۱۳۰) مخونه، دوهم ټوك (۳۶۸) مخونه ، دريم ټوك (۴۴۰) مخونه او څلورم ټوك (۹۵) مخونه لري .
33-معاني، (۶۵۰) مخونه لري .
34-نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (۵۰۰) مخونه لري .
-35مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(۶۰۰۰) لغاتونه تشريح سوي دي .
-36په ګلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ۲۴۰ مخونه لري .

-37لاله، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
-38چاپ سوي څلوېښت حديثه .
-39د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
-40نيم ديد، (شعري ټولګه) .
41-د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (۶۲) مخونه، دوهمه ټولګه (۵۰) مخونه، دريمه ټولګه (۱۲۶) مخونه، څلورمه ټولګه (۶۲) مخونه او پنځمه ټولګه (۱۸۰) مخونه لري .
42-شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (۱۰۵) مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
43-شهيد سردار محمدداود، ۱۸۰ مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
44-امان الله شاه غازي .
(
۱۰۰) -45زاړه لغاتونه .
-46د سنسكريت ژبي ګرامر، (۷۴۰) مخونه لري .
47-د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۳۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۶۵) مخونه لري .
48-د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۶۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۷۰) مخونه لري .
49-په پښتو كي مناظرې، (۷۵) مخونه لري .
-50الفنامې، (۸۵) مخونه لري .
-51د پښتو نظم عروضي سيستم، (۴۵۰) مخونه لري .
-52په پښتو كي د نظم ډولونه، (۲۹۰) مخونه لري .
53-سبك پېژندنه، (۲۰۰) مخونه لري .
54-د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .
55-تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .
-56پښتو نكلونه او پښتو كيسې .
57-ځيني ادبي خبري، (۲۰۰) مخونه لري .
-58د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (۹۰) مخونه لري .
-59د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (۱۰۰) مخونه لري .
-60د يمن سفرنامه (يون ليك)، (۱۳۵) مخونه لري .
-61بړيڅي پښتانه، (۱۲۰) مخونه لري .
62-غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر) .
-63برمكيان، (۲۲) مخونه لري (نيمګړى اثر) .
-64زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (۵۰) مخونه لري .
-65د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (۱۲۰) مخونه لري .
-66پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمګړى اثر) .
67-د پښتو كتابو كاتبان، (۱۲۰) مخونه لري .
-68تعليقات ، (۶۰) مخونه لري .
69-سرياني قصيده، (۴۰) مخونه لري .
-70د خوشال خان ياد، (۱۰۰) مخونه لري .
71-عربي ګرامر، (۱۲۰) مخونه لري .
72-شيخ قاسم سليماني، (۱۲۰) مخونه لري .
73-د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليكنه .
74-دخوستي، تڼي، ګوربزي لهجو ځيني كلمات .
75-رقوم نويسي .
-76پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (۶۰۰) مخونه لري .
-77د محاربۀ كابل په اړه نيمګړي تعليقات .
78-پردي دودونه، (۲۰) د مخونه لري .
-79د فوايد دعوا لغتونه، (۱۵۰) مخونه لري .
-80وحدة الوجود، (۴۰) مخونه لري .
كه ددوى ۸۰ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (۱۱۶) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي ، په ټوليز ډول د استاد (۵۹) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (۸۰) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .
اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمدصديق روهي د استاد په اړه ليكي :
"
پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د"فاضل استاد" لقب ګټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي .
فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل كيږي .
استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت ګټلى دى ."
هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ۱۳۸۲ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار كي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو.
دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ۱۳۸۳ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (۱۱مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (۱۲:۳۰) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

انالله و انا اليه راجعون

يادونه :که څوک د ژوند ليک د کاپي کولو نيت لري نو د سرچينې په يادلو سره ئې اخيستلای شی

سید همایون شاه عالمی

14 می 2009م

وزیر اکبرخان مینه

کابل - افغانستان