|
سید اکرام الدین" طاهری"
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، د جلالتمآب جمهور رئيس په كابينې كې د نويو بدلونونو او ټاكنو خبر ۲۰ ميزان ۱۳۸۷ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتمآب جمهور رئيس د هدايت له مخې چې د روان ۱۳۸۷ كال د تلې مياشتې په ۲۰ مې نېټې يې رسماً صادر كړى، د حكومتي چارو د چټك او غوره انجام په مقصد د لاندنيو وزارتونو او مقامونو لپاره د هيواد د هغو پيژندل شويو شخصيتونو، چې د حكومتدارى په چارو كې د عالي تجربې، فراصت او عملي توانمندۍ خاوندان دي، ټاكنه پدې توگه منظور شوي ده: · ښاغلى محمد حنيف اتمر، د كورنيو چارو د وزير په توگه · ښاغلى ضراراحمد مقبل، د مهاجرينو او راستنيدونكو چارو د وزير په توگه · ښاغلى غلام فاروق وردك، د معارف د وزير په توگه · ښاغلى اسدالله خالد، په پارلماني چارو كې د دولت د وزير په توگه · ښاغلى محمدآصف رحيمى، د كرنې، مالدارۍ او اوبولگولو د وزير په توگه · ښاغلى نجيب الله صادق مدبر، د چارو ادارې د عمومي رياست او وزيرانو شورا د دارالانشاء د لوى رئيس په توگه د ټاكل شويو ذواتو لست به له اعلان سره سم، د تائيدي طى مراحلو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د مفاداتو په رڼا كې د ملي شورا د ولسي جرگې عالي مقام ته رسماً استول كيږي او د ملت د درنو استازو له تائيد څخه وروسته به مرعي الاجرا وي، همدارنگه جلالتمآب جمهور رئيس د پورتنيو ذواتو لپاره په ورسپارل شويو دندو كې د لا زيات توفيق او برياوو هيله كړې ده. |