|
م. ف. شګيوال
۱۸
حمل ۱۳۸۸

په بهرنیو
هیوادنو کې د افغانستان سیاسې نمایندګیانې
او اړونده
ډپلوماتان یي دا څرګنده ده چی د نړیوالو ډپلوماتیکو تړونونو او نورمونو له
مخې او پدی موخه چی د یو هیواد سیاسې، فرهنګې او اقتصادی اړیکې د نورو
هیوادونو سره رامنځته او ټینګی شي، نواکثرا هیوادونه د نړۍ په نورو
هیوادونو کې خپلې سیاسې نمایندګۍ په دوه اړخیزه توګه پرانیسې. او دا ډیره د
ارزښت وړ خبره ده چی حکومتونه د خپلو سیاسې نمایندګیو کارکونکو په ټاکلو کې
د پوره اخلاص او پاملرني څخه کار واخلې. پدی مانا چی د سیاسې نمایندګیو
کارکونکې باید په وطن مین خلک وي او په علمې کچه ددی جوګه وي چی د خپل وطن
او خپل کلتور سمبول وي او په لنډه توګه د خپل هیواد ملي ګټو د ساتلو او
پیاوړتیا لپاره کار وکړی. دغه راز دوي باید په اړوندو هیوادونو کې د خپلو
اتباعو د شتون څخه خبر وي، د هغوي د حقوقو څخه دفاع وکړی او ستونزی یی ور
حل کړی. د خپلو ملي، کلتوري او مذهبې ورځو لمانځنه وکړی او د هیواد سیاسې ا
و اقتصادی پروګرامونو د پلې کیدو لپاره نه ستړی کیدونکې هلي ځلي وکړی. ولی
په خواشینۍ سره باید ووایو چی زمونږ د هیواد د بهرنیو چارو وزارت دا
معیارونه په زیاتو ګمارلو (مقرریو) کې نه دی مراعات کړی. څوک د شخصی روابطو
او څوک د خپل وسلوال یا ګوندې زور په واسطه دغو چوکیو ته خاص پدی خاطر، چی
د سیاسې نمایندګیو امتیازیاتو څخه برخمن شې رسیدلی دې. غواړم چی د دی خبری
د لا سپیناوي لپاره یوه ریښتنې واقعه تاسو سره په لاندی ډول شریکه کړم:
تیره اونۍ مي د یوه ملګری سره په یوه ماښامنۍ میلمستیا کې برخه واخیتسه،
هلته د نورو ملګرو تر څنګ یو مخور، مخلص او په وطن مین دولتی چارواکې هم
راغلې وو. د خبرو اترو په ترڅ کې نوموړی د شمالې افریقې یو هیواد ته د خپل
سفر په اړه چی د دولتی هیئت په ترکیب کی یی تر سره کړی وو یوه لنډه قصه
وکړه. ده وویل سره ددی چی دوي په اړونده هیواد کی د افغانستان سفیر ته ددی
هیئت د ورتګ په اړه په رسمې توګه خبر ورکړی و خو ددی هیئت د ښه راغلاست،
لارښونې او همکارۍ لپاره د افغانستان سفارت څخه هیڅوک هوایی ډګر ته نه وو
راغلې. همدا رنګه نوموړی زیاته کړه چی د خپل سفر په ترڅ کی یی په دغه هیواد
کی د یو شمیر افغانې محصلینو سره هم لیده کاته وشول او دوي ته یی د
افغانستان سفارت د کارکوونکو د رویي او چال چلند په اړه شکا یتونه وکړل او
داسی ښکاریده چی محصلین د رنګارنګ ستونزو سره اخته وو حتی تر دی چی د
محصلینو سکالرشیپونه هم د سفارت د یو شمیر کارکوونکو تر منځ ویشل شوي وو.
دې کار دغه دولتی هیئت دې ته اړ ویست چی په اړونده هیواد کې د افغانستان
سفیر څخه غوښتته وکړی چی د افغانې محصلینو د مشکلاتو په حل کی دی ورسره
مرسته وکړی او بیا یی په خصوصې توګه ورته وویل چی د خدای( ج) نه دی وویریږی
او که نه نو دا واقعیت دی په پام کی ولری چی نوموړې به د خپلې کاری دوری په
پای کې یوه ورځ بیرته افغانستان ته راځی او بیا خو به هرو مرو ددې
محصلینوسره د هیواد په داخل کی ګوری، نوپه هغه صورت کې به بیا دده پرمخ د
محصلینو په وړاندی څه پاتی نه وي. تاسې پوهیږۍ چی نوموړی سفیر په ځواب کې
څه وویل؟ ځۍ فکر وکړۍ چی د یو با کفایته ډپلومات په توګه ددی سفیر ځواب به
څه وي؟ هو د هغه ځواب داسی وو: ؛من از جرمنې امده ام پس جرمنې میروم؛ ګرانو
هیوادوالو اوس نو تاسې په دې اړه قضاوت وکړۍ اوپه همدی حال کې زه د یو
افغان په توګه د خپل حکومت څخه او په خاصه توګه دبهرنیو چارو د وزیر ښاغلې
سپانتا صیب څخه هیله کوم چی د دا ډول بی غوریو مخه دی ونیسې او که نه نو
افغانستان به دنړیوالې ډپلوماسۍ په ډګر کې نړیوالو ته ټیټ راشې او په همدی
توګه به مو د خپلو مستحقو هیوادوالو حق هم پیمال کړی وي. پای تل دې وي
افغانستان، ژوندې دې وي افغانان او پیاوړی دې وي اسلام. م. ف. شګيوال |