دسترسی به معلومات جامع و همه گیر در سایت کوفی  

محمد فرید: ۱۰ حمل ۱۳۸۸

 

افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو ځواکونو شتون

 ګټې او زیانونه یي ډیر خلک په افغانستان کی د بهرنیوو وسلوالو ځواکونو(ایساف، ناټو او متحدو قواوو) شتون د روسانو د یرغل سره مشابه کوی او وایې چی ایساف، ناټو او نور متحدین یي افغانستان ته د روسانو په څیر پخپله خوښه او د خپلو گټو د لاسته راوړلو لپاره راغلي دی. دا چی د روسانو یرغل افغانستان ته د ایسافو، ناټو او متحدو ځواکونو د راتگ سره څه توپیر لری او زمونږ د هیواد لپاره څه گټې یا زیانونه لری د لاندی پوښتنو په ترڅ کی به یی په گډه سره وڅیړو. د یادونی وړ ده چی پخوانې شوري اتحاد پر افغانستان باندی په کال ۱۹۷۹میلادی کی چی د ۱۳۵۸ هجری شمسي کال سره سمون لري یرغل وکړ او د افغانستان د زړورو ولسونو د غاښ ماتونکې ځواب څخه وروسته په کال ۱۹۸۸م (۱۳۶۷ه ش) کی ددغي خاوری څخه تیښتې ته مجبور شول. ایساف څرنگه او ولی افغانستان ته راغلل؟ په افغانستان کي د ډاکتر نجیب الله د رژیم د رانسکوریدو وروسته مجاهدین په کال ۱۹۹۲م (۱۳۷۱ه ش) کی واک ته ورسیدل ولی په خواشینۍ سره باید ووایم چی دوي ونشو کولاي په وطن کی بشپړه سوله او امنیت ټینگ کړی خپل منځې جنگونه پیل، ملی یووالی ویجاړ او د هیواد امنیتې حالات ډیر خراب شول. دا کار ددی لامل شو چی په کال ۱۹۹۶ م (۱۳۷۵ ه ش) کی د طالبانو اسلامی تحریک رامنځ ته کړی اود یو شمیر بهرنیو هیوادنو پوری تړلی ډلي چی دا مهال په افغانستان کې میشتې وي د مجاهدینو په څیر یی د طالبانو څخه هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. پدی توگه نوموړې بهرنې وسلوال وگړي او ډلي په افغانستان کی په اوږد مهاله توگه میشتي شوي. غربې نړۍ او د امریکا متحده ایالات په افغانستان کی د دا ډول خوځښتونو د شتون څخه ډیراندیښمن وو او د ډار او شک په سترگه یی ورته کتل. کله چی په کال ۲۰۰۱ م کی د امریکا په متحده ایالاتو کی د سپتیمبر د ۱۱می پیښه رامنځ ته شوه، نو دي کار امریکا او ملگرو ته یی دا فرصت ورکړ تر څو د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته را ودانگي. پدی مانا که د سپتیمبر د پیښو جوړونکې (ماسټر ماینډ) په افغانستان کی وو او که نه خو امریکا او متحدینو یی غوښتل چی افغانستان ته خپل وسلوال ځواکونه د تروریزم سره د مبارزی اوپه سیمه کی د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره راولیږدوی. له دی امله د ۲۰۰۱ میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی چی د ۱۳۸۰ ه ش کال د میزان د میاشتي سره سمون خوری د طالبانو د حکومت پر ضد د امریکا هوایی بریدونه پیل او ددی کال د نومبر په میاشت کی د بریټانی صدراعظم (ښاغلي ټونې بلیر) په سمبولیکه توگه د بگرام هوایی ډگر څخه لنډه لیدنه وکړه. دا چی دا مهال په افغانستان کی د طالبانو رژیم ړنگ وو او یو متبادل افغانی حکومت د هیواد په پلازمیني کابل کی وجود نه درلود نو ځکه کولاي شو چی افغانستان ته پدی وخت کی د هر بهرنی وگړی راتگ پخپل سراو یرغل و گڼو. خو د همدی کال د دسمبر په میاشت کی د جرمنی هیواد د بن په ښار کی د ملگرو ملتونو او د نړیوالی ټولني په مرسته یوه غونډه چی په هغی کی د هیواد اکثرو وسلوالو ډلو، دیو شمیر سیاسی گوندونو نمایندگانو، بعضی قومې مشرانو او په غربې نړۍ کی یو شمیر میشتو افغانی روڼ اندو برخه درلوده جوړه او دافغانستان لپاره یی راتلونکی سیاسی برښلیک او تگلاره وټاکله او دغه راز یی نوموړو بهرنیو وسلوالو ځواکونو ته په افغانستان کی د فعالیت اجازه ورکړه. دبن غونډی شپږ میاشتینۍ لنډمهاله اداره جوړه کړه او د دغی اداري د واکمنۍ په موده کی یی د بن غونډی د پریکړي سره سم بیړنۍ لویه جرگه راوغوښتل شوه چی په پایله کی یی د دوه کلونو لپاره انتقالی اداره جوړه کړه. او د انتقالی اداري په موده کی بله لویه جرگه را وبلل شوه او د هیواد لپاره یی اساسی قانون تصویب کړ او د همدی قانون په رڼا کې د اکتوبر په ۹مه نیټه په کال ۲۰۰۴ م کی چی د ۱۳۸۳ه ش کال د میزان د ۱۸سمی نیټی سره سمون خوری په افغانستان کی د لمړی ځل لپاره ټول ټاکنی تر سره شوی چی په ترڅ کی یي ښاغلي کرزی صیب د هیواد د ولسمشر په توگه په غوڅ ا کثریت سره و ټاکل شوه. دا چی د بن د غونډی څخه تر ننه پوری د افغانستان چارواکو په بار بار غوښتنه کړی چی نړیوال ځواکونه دي په افغانستان کې د امنیت د ټینگښت په موخه پاتی شې نو پدی توگه په افغانستان کی د بهرنیو ځوااکونو شتون یو قانوني بڼه غوره کړه. ایا د دوي شتون ته په افغانستان کی اړتیا شته او که نه؟ که په افغانستان کی د احمد شاه بابا تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو نو جوته به شی چی په هغه وخت کی هم نني افغانستان د بهرنیو د فشار سره مخامخ وو یعنی د یووي خوا د فارس شاهانو او د بلی خوا د بخارا امیرانو د دی سیمي ځمکنۍ بشپړتیا تهدیدوله نو شاید له همدی کبله احمد شاه بابا دې ته اړ شوي وو چی په دې سیمه کې میشته قومونه سره منظم کړي تر څو د هیواد جغرافیایی او سیاسی قلمرو په بشپړه توگه سره وټاکي او په کلکه تری دفاع وکړي. هغه د خپلي واکمنۍ د دوری په یوه برخه کی د څلورو کلونو څخه په لږه موده کی شپږ ځلي تر کشمیر، سیند لاهور او پنجابه ورسیده هلته به یي حکومت جوړ او بیا به افغانستان ته راغی او حتی تر دی چی په کال ۱۷۵۷م کی د ډهلی د نیولو وروسته او د خپل دویم زوی تیمورشاه د مقررولو وروسته هلته د مغلو کورنۍ/امپراتوری په سمبولیکه توگه په واک کی پریښوده او ورته یی وویل چی تاسي به د ډهلي کنترول په لاس کی لرۍ خو په سیمه کی به زما واکمنی منۍ. همدارنگه نوموړی د افغانستان په شمال کی د بخارا د امیر سره د جنگ او جگړی نه وروسته دې نتیجی ته ورسید چی دامو سین به د ننې افغانستان او بخارا بیلونکی نقطه وی. دا ډول پیښې او تر دی ورستۍ تاریخې پیښې دا جوته وی چی افغانستان تل د تاریخ په اوږدو کی د بهرنیو او په ځانگړی توگه د گاونډیو د فشارسره مخامخ شوي دی. د پورته شرایطو په نظر کی نیولو سره او دا چی اوس مهال د افغانستان گاونډی هیوادونه د افغانستان په پرتله هم په نظامی او هم په مالی کچه ډیر پرمختللي او غښتلي دې پداسی حال کې چی افغانستان نه یوه پیاوړې اوردو لري او نه پولیس او حکومتی چاري یي هم د پردیو په لگښت چلیږی او په همدی حال کی د بهرنیو په لاسوهنه زمونږ ملي یوالی هم غښتلي نه بریښي او روان ژبني او سیمه ییز تعصبات هر وخت اور ته لمن وهلی شی، نو ښه به دا وي چی بهرنې عسکر تر یوي ټا کلي مودی پدی خاوره کی فقط او فقط د هیواد د ملي گټو، سیاسی او امنیتي تټکاو په خاطر پاتي شي. د دوي د شتون څخه څنگه گټه واخلو؟ ۱. هر څه د مخه باید په افغانستان کی د دوی د شتون موده وټاکل شی. ۲. د دوي مسولیتونه، د واک اندازه او د عملیاتو څرنگوالي دي روښانه شي. ۳. دوي دې د افغانستان هغه سیمو ته واستول شی چی هلته امنیتی ستونزی او د گاونډیو لخوا امنیتی گواخونه وجود ولری. ۴. هر بهرنی عسکر دی د افغانستان د قوانینو څخه د سرغړونی او د مجرم کیدو په صورت کی د یوی گډي افغاني او د اړونده بهرنی هیواد د محکمی لخوا د هیواد په دننه کې محاکمه شی. ۵. د ملي اردو او ملي پولیسو په روزنه کی دی روښا نه ستراتیژی ولری او گړندي عملي گامونه دی واخلی. ۶. دبیا رغوونی او پرمختگ د کارونو لپاره دی خپلی مالي مرستي د افغانستان حکومت، خصوصی سکتور او مدني ټولني ته ورکړی. ۷. په افغانستان کې د ټاکلی وخت نه د زیات پاتی کیدو په صورت کی دی د فعالیت ساحه ور محدوده شي او د افغانستان حکومت ته دی د قانون په رڼا کی مالیه ورکړی. د پورتینو او ورته مواردو د نه پلي کیدلو په صورت کی په هیواد کې د بهرنیو قواوو شتون د وطن او ولس په زیان تمامیدلای شي. پای تل دې وي افغانستان، ژوندي دې وي افغانان او پیاوړی دې وي اسلام.