|
لیکونکی: کاندید اکادمیسن ظاهر افق
دوهمه « کره کته » دښاغلی داکټر مجاور احمد زیار دبې ځایه تورونواو تهمتونوڅخه په احترام سره پرده پورته کیږ ی لومړۍ برخه د« ټول افغان » په مشهوری اوښکلی ویبپاڼی کی می دجاری کال دجولای دمیاشتی په لومړۍ نیټه ، دښاغلی ډاکټر زیا ردیوه اوږده خو ګونګۍ ، یوه بې پلانه اوناارامه داسی مقاله ولوستله چی ډیر پښتانه يي په زیاتو مفهومونوونه پوهیدل . لیکنه په داسۍ ماتو جملو او بي نظمو پروګرافونو نوسمبال وه چی ، حتی ، يو ټاکلی چوړونکی عبارت هم پکښی ونه لیدل شو . البته ، دومره دسپکاویو او نامنا سبو کلمو څخه هم ډکه وه چی حتی خپل استادان يي لاهم په سپکو یاد کړی وو . همداسی يي دمقالی په عنوان لا هم څوک چند انی نه پوهیږی ، چی وايي « جلادان ، جلادان بلل رابلا کوی ، دخپلی پارسی ...... » یعنی څه ؟ رښتیا چی دګونګی په ژبه خپله مور ښه پوهیږی . دمقالې دغه ګونګی والی نه یوازی دده په بی صلا حیته اوله ځانه لغتونو اړه لری بلکه دده دلیکلودسخت سبک سره هم مستقیمآ ارتباط موي . ده په خپله دغه خپره شوې مقاله کی ډیری موضوعګانی دمختلفو اشخا صوپه باب حق وناحق ، داسی ښورولی دی چی یوه يي هم تر مراده نه ده رسولې . ښايي ګرانو لوستونکونو موړې مقاله په لومړی وارکی په پوره ذوق لوستی وی ،خویقینآ چی پوره مطلب به يي نه وی ځینی اخستی ، نو په دې نه شوم چی دوهم وار به يي هم وخت په ضایع کړی وی اوکه نه ؟ دښاغلی زیارنوي کلمې چی له ځانه يي بیله کوم مسؤلیته ،اوبیله کوم لازمی ضرورته اوهمداسی يي بیله ټولنیز ــ ژبنیو متخصیصنوله مصلحته جوړ کړی اویايي هم جوړ وی ، ځکه دلوستونکو نفرتونه اوکرکی راپاروی چی ژبه له خپل قومه او پښتو دپښتنو څخه بیګانه کوی . داچی نن پښتانه دکلینزینګ په حال کی دی اوامپریالستی ــ استعماری قدرتونه يي دواشنګتن په لاښوونه هره ورځ دطالب اوتروریست په نامه شهیدان کوی ، کورونه اوکلی يي ورانوی ، نوپښتنه باید پوه شی چی تر هر څه لومړی دخپلو پښتنو دساتلو ، آزاد ولو او وطن دخلاصولو په خاطر صادقانه ملا وتړی . داچی اشغالګرو قدرتونودافغانستان دمرستی له پاره په بیلیونو ډالره اعلانوی ، اساسآ يی دخپلو نظامی تجاوزاتو ،افغانانودوژلو اووطنو نودخرابولوپه خاطر وړاندی کول غواړی ،نه دافغانانودابادۍ له پاره . اوس خبره داده چی ماپه تیره مقاله کی دښاغلی ډاکټر زیار یو لړ موضوعات چی بیله توهینه يي څه نه وولیکلی ،تر انتقاد لاندی نیولی وو، نوپر ځای ددی چی باید يي پر څرګندو موضوعاتواوانتقادونوڅه لیکلی وای خو په تاسف چی داسی ناوړه درواغ اوتورونه يي لګولی دی چی نه کوم استدلال لری اونه هم کوم استناد . دمثال په توګه په توګه به دډیرسوالونو وانتقاد ونوڅخه یو ډیر ساده مثال راوړم چی حتی ده هیڅ تماس هم نه دی ورسره نیولی . دی ځان دیوه سازمان « آینده نهضت » غړی بولی ، خوما صرف داپو ښته وړاندی کړې ده چی آینده نهضت دآینده کار دی ولی داوسنی نهضت په ابعاد وکی دټولنی دآ زادۍ و امپریالستانو داشغال او افغانانودغلام کیدو پر ضد مبارزه نه کوی چی ډیر افغانان به يي په ملا تړ ورسره اعلان او مرسته به ورسره وکړي . ښاغلی زیار دهمدغه ډول سوالونووموضوعاتوپه مقابل کی نه یوازی زما پر ضد بلکه ، حتی ، دخپلو هغو استا دانو يي هم پوره سپکاوی کړی کوم چی دپښتنو ژبی اوفرهنګ در نسانس مؤسسین دي . دادی ښاغلی زیار داسی ګلان په اوبوکی اچولی دي : « .... خود افق صاحب پلوی ورسره ( دطالبانو سره ) ما ځکه ریا کارا نه بللې چی تر پرونه يي دسره کمونست اوسویټسټ په توګه ، نه یوازی دوی اوهغوی بنسټپال اواشرار بلل ، بلکه درست اسلام اوسم سهی مسلمانان يي هم په توری ارتجاع پوری تړلی ګڼل ..... « یاللعجب ! درواغ چی پر څلورو ځی ! ښاغلی ډاکټر زیار چی زما دانتقاد ونواوسوالونوڅخه په واټننولیری خیزوهلی اوپه خپلو نارو ا درواغونوکی يي داسی قلم څرخولی دی چی هیڅ رښتین به يي ونه بخښی . دادی زه به يي پرتنی متن جمله په جمله تر کره کتنی لاندی ونیسم . ۱ ــ داچی پروفیسر زیار زما داوسنی ټولنیز مقاومت تائید ریا کارانه بولی اودطالب پر ضد په داسی حال کی نفرتونه څرګندوي چی دخارجی تجاوز ګرانو او جنایتکارانوودهغوی پر افغان وژنو ، کلیو اوکورنوخرابولو ، هیواد پر اشغالولو اوولس پر غلامولويي هیڅ ډول تماس نه دی نیولی ، ګواکی يو ډير ساده شاخص لاهم نه لری ، نوبیله شکه چی په دوه لاری کی حیران ولاړ دی . باید څرګند ه کړو چی دامپریالیزم اواستبداد پر ضد مو سیاسی مبارزه دملی او دموکراتیکی مبارزې داصولو په رڼا کی هغه وخت راپیل کړه چی دطبقاتی مبارزې پر نسیبونو نوی ظهوروکړ . داچی نن نړیوال ا مپریالیزم زموږ پاکه خاوره اشغال اودخپلو شومو ارمانونو په خاطر هره ورځ په شلګونو اوسلګونو افغانان په راکټونو توپونو اوبمبونوشهیدان کوی ؛ کلی اوکورونه يي ځکه ورخرابوی چی هغوی فقط دخپلی خاوری اوفرهنګ دفاع کوی . نو به ولی افغانان دنوموړوتجاوزاتو پر ضد مبارزه او مقاومت نه کوی ؟ . دلته چی دخاوری دساتنی په خاطر مقاومت ته هرڅوک دتائید ټکی کښږدی ، نوبه ولی ریاکاری اوټګماری وي ؟ دطالبانو له پاره هیڅ ډول ریاکارۍ او ټګمارۍ ته ځکه ضرورت نسته چی دامپریالیزم لمن ښې اوښادۍ ډیری لری اوتاغوندی مبارز( !)روشنفکران تل « هم غازی ، هم شهیدا وهم سهی سلامت په کورکی ناست وی . » دطالب په تودووشلومبو او سره اورکی به ریاکاری څه کټه ولری ؟ لطفآ » مو نونوموړی بې اساسه خبره بیرته وخلی . سره ددې ټولو خبرو ، هیره نه کړو چی په ټولنی کی می دیو لړ مزخرفاتواوناوړوا جتماعي خصویاتو پر ضد کلکی مبارزې کړی اوکوم يي . همداسی دوطن دآزادۍ اواستقلال پرضد که ملا وی یاطالب ، شاګردوی یا « استاد» داشغالګرانو بر ژرنده اوبه ورواړوی ، یقینآ چی دملت اوولسونو په حق کی يي یوه ستره جفا اوعظیمه ګناه بولم ، ودهمدغه ډول دجفاکارانوپرضد مبارزه دهرډول ژبنیو شخړوڅخه مخکی لا زمي ده . ۲ ــ « .... پرون يي دیوه کمونست اوسویټیست په توګه ، نه یوازی دوی اوهغه بنسټپال ا واشرار بلل بلکه ...... » ځکه چی ښاغلی زیار دتیر متر قی خوداختلافونو ډک جنبش په ابعاد واوتاریخ یاپوره خبر نه دی اویاهم دهغه وخت اصطلاحات يي په ذهن کی نه دی پاته اویايي قصدی » دخپل ناوړه هدف له پاره غلط استعمالوی . نودادی دسويټيزم کلمه دسره کمونیزم په مفهوم ا دا کوي .په داسی حال چی دهغه وخت دایدیالوجیکی مبارزې په دوران کی سره کمو نستی مبارزه هغه چا ته منسوبه وه چی « سیاسی قدرت يي دتوپک دخولی څخه باله » ؛ سویټیزم يي فقط دریو یزیو نیزم په مفهوم راوړی چی ستا په شمول يي ټول ریوزینستان بلل . په هغه وختونو کی هیچا حتی دکاغذ پر مخ ځان کمونست نه باله ا وګوندی مرام هم دټولنیزو شرایطو پر اساس ملی دموکراتیک و و ، نه کمونیستی . ښايی تاسو به په هغه وخت کی دسیاسی جنبش څخه داسی لیری واست چی ټول وخت به مو دکلمو په جوړړولو اویا هم اړولوتیر کړی وی . زما په هیڅ بیان اوهیڅ لیکنه کی هیڅوک ستا په شمول نه شی ښودلای چی ځان می کمونست اویا هم سویټیسټ یاد کړی وی . ی می ځان جامع الکمالات بللی وی ، لکه ته چی ځان دهری پوهنی څښتن بولی . تاسوته داهم باید څرګنده وی ، چی په هغه وختونوکی دملۍ ډموکراسي اوخلقی ډموکراسۍ بازار داسۍ تود وو، چی په تاسف سره تر پایه پور ی يي ښکاره توپیر چا توضیح نه کړ . البته ، په دې کی هم شک نسته چی زما ټولی علمی اوفلسفي لیکنی اوبیانونه پر هغو عینی قوانینو تکیه درلوده اولری يي چی دژوند ، انسانیت اوټولنیز انکشاف دجریان اوحرکت لارښوونه کوي . پر همدغه اساس دامپریالیزم پرضد دملتونوقانونمندی مبارزې خپلوا رمانونوته رسیدونکی دی ، نوافغاني مقاومتونه هم په هر شکل چی وی هدف ته رسیږی . ۳ــ په ډير تاسف چی ښاغلی « دړومبنی اکا دمیک پښتنی ـــ افغانی پښت دلومړنی اووروستنی استازی په توګه په ټولیزه ژبپوهنه ، هندو ، اروپايي ، آریاني فلالوجۍ اوڅیرمه څانګو ، توکمپوهنه ا و ادبپوهنه کی دلوړترین زده کریز لاسوند ( دیفل ډاکټر دیګری ) اولوړ ترین څیړنیز ریکارد دڅښتن » زیار خپل ناچله اوساده تفیتن ته داسی ادامه ورکوی ، البته ، نوموړی څو جملی دزیار نوم دی چی په هره مقاله کی معرفی کیږی . اوداسی وايي « ....... بلکه درست اسلام ا ومسلمانان يي په تور ی ارتجاع پوری تړلی ګڼل ......» څومر عالی تفتین اوښکروردرواغ ! کوم سند اوکوم دلیل ؟ نوموړی بی اساسه درواغ نه یوازی په مخ کی سیاسی تفتین څرګند وی بلکی په علم اوفلسفی پوری هم بشپړ توهین ګڼل کیږی . اسلام چی ترټولو ادیانو معتبر اووروستنی دین دی ، نه يي یوازی احکام خپل اعتبار لری بلکه پوهنه اوفلسفه يي هم دنورو ادیانو اوډيرو امپریالستی فلسفو څخه کلکه وبشري ده . ځکه هیڅوک په اسلام کی دابو علی سینا ، غزالي ، فارابی ، اوداسی نوروپه شلګونوا وسلګونو پوهان اوفیلسوفان هیر ولای نشی . دعلم ا وفلسفی دغه طلايي دوران هغه وختونوته چیلینچ ورکړی چی اروپا په بشپړ ظلمت ا وهغه وحشت کی پرته وه چی پاپا نوبه دخپلو بزګرانو ګناهونه په پیسو وربخښل اودجنتونوددروازو کلیانی به يي ورکولې . خو دلته دښاغلی زیار دخپلو تفتینونو اودرواغو نوداثبات له پاره نه کوچنی ترین استدلال لری اونه هم يو ډیر وړوکی استناد . دیوه داسی ډاکټر له پاره چی نوم يي لوړ په دوولیکو کی نه دی ځای شوی درواغ ویل اوتفتین کول یی نه یوازی شرمناکه دی بلکه ستره ګناه هم بللي شوې ده . رښتیا چی خنده اوره ده . یو څوک چی اویا کلونو ته رسیدلی اولنګوټه يي هم په اصطلاح تړلی وی ، دټولو پوهنو ( چی دی يي ادعا کوي ) ځان خاوند بولی اولیکنه يي درواغ ویل اوتفتین څرګندکړی ، نوبه څنګه خلک دده پر شخصیت باور وکړای شي ؟ ۴ــ داښاغلی دخپل تفتین په ادامه داسی مرغلری پاشی چی حتی ښاغلیو لوستونکو اوځینو لیکوالانولا خپل تفرتونه په شفاهي اولیکلي توګه وړاندی کړی دی . لطفآ ددې ښاغلی لاندی دوی مسخره خبری هم اولولئ . « ..... دادوی خبری بیابیا اوریدلی کیدی : « په کار ، په ورځينوخبروکی دمذهبی نومونواوویناواښتو ( تکیه کلامونو ) دود وعات له منځه ولاړ شی اودویمه داچی افغانستان دشوروی شپاړسم جمهوریت شي . » لالی ، لکه چی دخوبه ګډ دی ! تر هر څه لومړی ، داښاغلی نه شی توضیح کولای چی دکومو ورځینیو خبرو مذهبی نومونه اوکوم تکیه کلامونه ؟ زموږ په مذهبی نومونواومفهومونوزموږ دټولنی اوژوند هره برخه تړلی ده ، څنګه يي له منځه وړای شی ؟ اودڅه له پاره ؟ زموږ زیاتره نومونه مذهبی اوعربی دی . نوکه يي په اسانی سره تغیر خوړلای شوای . اوس به تاسو خپل نوم ( مجاور احمد ) په ( ګاونډی ستایونکي ) تبدیل کړی وای . دبلی خوا ته هڅه کوی چی همدغه نومونه پښتوکړی نوځکه دی تکیه کلامونه په ( وینا واښتو ) اړولی چی هیڅ ډول مفهوم نه لری . په همدغه ډول باید اشاره وکړو ، ته چی بیله کوم منطقه اوبیله کوم علمی مجلسونو، پر خپل سر پښتو کلمې پر خپلو خیالي اوغیر ټولنیز ومصلحتونو جوړوې ، اساسآ پښتو ژبه دپښتو څخه لیری اوبیګانه کوی ،چی بیله شکه دی داعمل دپښتنو په حق کی یو ستره جفاده . دا ستا سو کار دی هرڅه چی کوې ، خو باید په څرګنده ووایو چی دغه لاره چی تاسو په مخه رااخستی ده نه داچی دپښتنو اوپښتو دانکشاف لاره نه ده بلکه دانحطاط علایم يي پوره څرګند دی . ښاغلی پرو فیسر ، ډاکټر زیار خپل ناروا اتفتینونوته داسی ادامه ورکوي : « ...... او دویمه داچی افغانستان دی دشوروی شپاړسم جمهوریت شی . » په نوموړودرواغو نوکی ښاغلی زیار حتی دزمان بعد اواهمیت هم په نظر کی نه دی نیولی . دی چی زما دزده کړی اوتحصیل له زمانه څخه ګډدی ، هغه زما نه ډیر ه وختی( ۱۳۳۹ ـــ ۱۳۴۳ )ده چی نه نوي سیاسی ــ مترقی فعالیتونو جنبش په څیر ظهور کړی اونه هم دخلګو دموکراتیک ګوند حتی کنګره بشپړه شوی وه . نه لا افغاني دموکراسۍ پوره مخ ښکاره وه اوهمداسی په خارجی روابطوکی دشوروی اتحاد کتابونه اوتبلیغات ، ډول ډول ادبیات اونه يي هم ښواوښادیودهیواد سیاسی جنبش ته حلول کړی و. حتی داولس په ځینو برخو کی پخوانی روسئ ضد تبلیغونولاهم خپل ځای درلود . په داسی یوه وخت کی څنګه ممکنه ده چی یو څوک دی نوموړی چرند ووايي چی پروفیسر زیار يي بیله یوه کوچنی دلیله . بیله اسناده په ډیری ساده ګۍ او بیله مسؤلیته ولیکی . یقینآ چی دغه ډول بي مسؤلیته خبره کول ډیرمسؤلیت لری . زیا رباید فکر وکړی چی هيڅ افغان داضد ملی نظر نه درلود ونه يي لري . خوبیاهم که چیری دغه نا چله اوواقعیته څخه لیری نظر کوم چالرلی هم وی ، نوزیار باید وخت غلط نه کړی او باید پوه شی چی دا به هغه راوروسته وختونه وو چی دګوند یو لړ رهبرانو په مظاهره کی پرلینن درود ووایه او سیاسی جنبش ته يي ضربه ورکړه . او یا به هم هغه وخت وچی نوموړی رهبران په ټانک کی کابل ښارته دسیاسی او ګوندی چارو دنیولو له پاره راکښته او دښو ښادیو خاوند ان شول . اوس خبره داد ه چی دنوموړو درواغو نو اوتفیتونو څخه ډک تهمتونه که دزیار په علمیت اوفضیلت پوری اړه ولری ، نوباید پوه شی چی حتی دنوموړو پروپاګندونوتاریخ يي لا هم غلط کړی ، علم او رښتیا ویل يي لا هم په نظر کی نه دی نیولی ، نو يي هغه سازمان ( آینده نهضت ) باید جزا ورکړی په کوم چی دی نازیږی : که چیری نوموړی ناروا درواغونه دزیار غوږونوته بل چا ورسولی او دی يي بیله فکره اوڅيړنی خپروي ، نو ګواکی دی هغه سړی ته پاتیږی چی ورته ووايي « غوږ دسپی یووړنودی به په سپې پسی ځغلي .» هیله من یم چی ښاغلی ډاکټر زیار دکوڅي په ژبه ونه څرخوی ځکه دکوڅی ژبه که یوی خوا دهر چا زده ده خو پر دې بلی خوا دهر چا خوښه نه ده چی استعمال شی نوباید لوستونکی پر ځان ونه خند وې او هڅّه باید وشی چی ددغو بحثونو څخه مینه وال څه ګټه واخستلای شی . داکه ، ماځينی کلمی لکه تفتین او درواغ استعمال کړی وی ، مابه وبخښی چی چاره نه لرم ، ځکه دنوموړو کلمو پر ځای می نوری کلمی چی په محتواکی سره یو ډول وی ونه موندلې . دښاغلیولوستونکو څخه آرزو من یم چی زموږ لیکنی نه یوازی په غورولولي ، بلکه په بې طرفۍ اوعلمي فضا کی ریښتنی قضاوت هم وکړای شی . البته ، دلیکنو شکلونه اوسبکونه په هر لیکوال اړه لری ، خو دلیکونو پر محتوا باندی قضاوتونه هم ډیر مهم دی . ددی خبر یاد هم په کار دی چی لوستونکی باید تر ژبنیو مسایلو دټولنی سیاسی اوټولنیز مسایلو ته زیاته توجه وکړی ، ځکه هره لحظه اوهرګړی پښتانه کله دترورست خو کله دطالب په نامه وژل کیږی ، کله چی مو قوم او ولس بایللی وی بیا به يي ژبه څه په درد وخوړل شي؟ نور بیا ۱۰.۰۹.۲۰۰۸ |